د عبدالله بن مسعود (رض) د جګړهییزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د مسلکي ښوونځیو، د دافع هوا، زرهدار ټانګونو، د نښې ویشتنې (M24 Sniper)، بلواګرۍ ضد او صحیه څانګو له درې میاشتنیو نظري او عملي زده کړو څخه د سیمهیيزو قول اردوګانو ۱۵۲ ځوان منسوبین فارغ شول.
مسؤلینو یادو فارغانو ته د وینا پر مهال وویل:« په خپلو مسلکي برخو کې په ترلاسه شویو زده کړو بسنه مه کوئ؛ د عصري ټکنالوژۍ، اسلحو او وسایلو کارول هم زده کړئ.»
په پای کې یادو فارغانو د هېواد په هر ګوټ کې خدمت کولو ته بشپړ چمتووالی وښود او غونډه فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.

