په روسیه کې د اسلامي امارت لوی سفیر مولوي ګل حسن حسن د تاتارستان له ولسمشر رستم مینیخانوف سره د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او امنیتي همکاریو پر پراختیا خبرې کړي.
مسکو کې د افغانستان سفارت وايي، چې دې کتنه کې ښاغلي حسن د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو سوداګریزو مرکزونو د پرانیستلو او د دواړو هېوادونو د محصولاتو لپاره د نندارتونونو د جوړولو وړاندیز کړي دي.
دغه راز دې کتنه کې د تاتارستان ولسمشر له افغانستان سره د هر ډول اړیکو او همکاریو پراختیا ته چمتووالی ښودلی او زیاته کړې یې ده، چې تاتارستان کولای شي د افغانستان لپاره په تخنیکي او صنعتي برخو کې اړین توکي او خدمات برابر کړي.
همدا راز د اسلامي امارت لوی سفیر په تاتارستان کې له مېشتو افغانانو او محصلینو سره هم وکتل او د هغوی ستونزې یې واورېدې او د حل ډاډ یې ورکړ.

