پوهنې وزارت خبر ورکړی، چې روان لمريز کال د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې ۱۷۹ ښوونځیو او ۶ دیني مدرسو لپاره نوې ودانۍ جوړې شوې دي.
د یاد وزارت ویاند قاري منصور احمد حمزه وايي، چې په یادو پروژو ۲ میلیارده ۱۷۷ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.
نوموړي زیاته کړې، دغه یاد وزارت هڅه کوي؛ څو د زدهکوونکو لپاره د زدهکړو معیاري، سالم او خوندي چاپېریال رامنځته کړي.
د پوهنې وزارت ویاند وايي، په ټوليزه توګه په ټول هېواد کې په تېرو څلورو کلونو کې ۱۳۱۵ ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړې شوي، د ۳۱۰ ښوونځیو او ۱۸ دیني مدرسو ودانۍ ترمیم شوي او د ۱۸۱ ښوونځیو او ۵ دیني مدرسو د ترمیم چارې لا هم روانې دي.
سربېره پر دې، د ۲۶ ښوونځیو او ۲ دیني مدرسو لپاره د نویو ودانیو جوړولو چارې دوام لري.
د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ وروسته نږدې د ۳۰۰۰ ښوونیزو مرکزونو ودانۍ بیارغول شوې دي، چې د ټولو ترمیم شویو ودانیو شمېر ۳۵۲۴ ته رسېږي.
د دغو پروژو موخه د زدهکړې لپاره خوندي، معیاري او باکیفیته چاپېریال رامنځته کول او د تعلیمي خدمتونو کیفیت لوړول دي.
د يادولو ده، چې د يادو پروژو مالي لګښتونه د همکارو بنسټونو، ملي سوداګرو، معارفدوستو هېوادوالو او د پوهنې وزارت له داخلي بوديجې څخه برابر شوي دي.

