د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، چې هرات کې د لومړي ځل لپاره د افق هنري ډلې له لوري د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په همکارۍ د علامه صلاح الدین سلجوقي په تالار کې د «نون و نقطه» په نوم د میناتورۍ او نقاشۍ اثارو نندارتون ترسره شو.
په دې نندارتون کې د نقطې تخنیک او ظریفو هنري نقشونو پر بنسټ جوړ شوي هنري اثار نندارې ته وړاندې شول.
د نندارتون جوړونکي استاد عبدالجبار ناجي ویلي، په دغه نندارتون کې د نقاشۍ، میناتورۍ او نقطه اېښودنې ۲۳۰ لوی او واړه هنري اثار نندارې ته ایښودل شوي وو، د نندارتون د جوړولو څخه موخه د نقطه اېښودنې اصیل هنر پیژندل او دغه هنر ته د ځوان نسل هڅول دي، ترڅو د هېواد دودیز هنرونه زده او خوندي شي.
ورته مهال د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو ویلي، داسې نندارتونونه جوړېدل د ځوانو هنرمندانو د استعدادونو په پیژندلو او د هنرونو د ودې لپاره د مناسبې زمینې په رامنځته کولو کې اغېزمن ګام دی.
دوی زیاته کړې، د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅې کوي، چې د کلتوري بنسټونو په همکارۍ په هرات کې د هنري نندارتونونو د جوړېدو لپاره نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي.
دغهراز د نندارتون ګډونوالو هنرمندانو ویلي، دا ډول نندارتونونه نه یوازې د میناتورۍ او نقطه اېښودنې هنر نورو ته ورپیژني، بلکې ځوانو هنرمندانو ته تجربه، هڅونه او روحيه هم ورکوي او د دودیزو او معاصرو هنرونو په احیا کې مهم رول لري.

