د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ نورمحمد ثاقب د یو پلاوي په مشرۍ هلمند ولایت ته سفر کړی دی.
ښاغلي ثاقب د دغه سفر په ترڅ کې د نهر سراج ولسوالۍ هغه ودانۍ له نږدې وکتله چې د قرآن کریم د زړو نسخو د ساتنې لپاره جوړېږي.
په دې ودانۍ کې به د قرآن کریم زړې نسخې او نور مقدس اوراق په خوندي ډول راټولېږي او ساتل کېږي، څو په ښه ډول خوندي او له بشپړ درناوي څخه برخمن شي.
د یادونې وړه ده، چې دغه ودانۍ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د ځانګړي هدایت له مخې جوړیږي او له بشپړېدو وروسته به د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ته وسپارل شي او د سرپرستۍ چارې به یې د هلمند د ارشاد، حج او اوقافو ریاست پر غاړه وي.

