د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره وايي، چې په کونړ ولایت کې د دې ادارې د ادارې او مدیریت له روزنیز پروګرام څخه دوه زره او ۵۶۲ مجاهدین د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په یادو مراسمو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رییس مولوي غلام حیدر شهامت او د کونړ یو شمېر سیمهییزو چارواکو ګډون کړی و.
مولوي غلام حیدر شهامت په فراغت غونډه کې وویل، چې دا پروګرام د اسلامي امارت له مهمو لاسته راوړنو څخه دی.
نوموړي زیاته کړه، چې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د مجاهدینو د روزنیزې طرحې له پلي کېدو هرکلی او قدرداني کړې ده.
ښاغلي شهامت وویل: “اوس مجاهدینو د ادارې او مدیریت بنسټیز مهارتونه زده کړي او کولی شي په بېلابېلو برخو کې کار وکړي.”
دغهراز د کونړ د علماوو شورا رییس د مجاهدینو لپاره د ښوونیزو فرصتونو په برابرولو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له هڅو مننه او قدرداني وکړه.
همدارنګه د غونډې نورو ویناوالو د مجاهدینو لپاره د مدیریتي زدهکړو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري د دې ارزښتناکو خدمتونو ترسره کولو لپاره د ستاینې وړ ده.

