د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په نوښت د هلمند کلتوري مرکز کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په اړه مشاعره ترسره شوه.
د هلمند ولایت د کلتور او ګرځندوی امر وویل، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ۱۷م فرمان د تشریح په موخه دغه مشاعره جوړه شوې، څو د لښکرګاه ښار او بېلابېلو ولسوالیو نامتو شاعرانو د شعر ژبې له لارې یاد فرمان لا ښه خلکو ته ورسوي.
نوموړي زیاته کړه، په ټولنه کې لا هم داسې دودونه شتون لري، چې د اسلامي شریعت سره په ټکر کې دي، نو له شاعرانو څخه مو غوښتنه ده، چې د قلم او شعر په وسیله د دغو ناوړه دودونو پر ضد غږ پورته کړي.
دغهراز د مشاعرې په ترڅ کې شاعرانو او نعت ویونکو خپل تیار شوي شعرونه، نظمونه او ترانې ګډونوالو ته واورولې.
په پای کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري شاعرانو او ترانهویونکو ته د هغوی د ستاینې په موخه مادي او معنوي ډالۍ ورکړل شوې.

