د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ نور محمد ثاقب په هلمند او کندهار ولایتونو کې د زړو قران کریمونو او نور سپیڅلو کتابونو د ساتنې لپاره د جوړېدونکو ځانګړو ځایونه څخه لیدنه وکړه.
ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، دغه ډول ځایونه چې اوسمهال یې په کندهار او هلمند ولایتونو کې چارې مخ پر بشپړېدو دي، د هېواد په ټولو ولایتونو کې جوړېږي چې د لسګونو کلونو لپاره به د زړو مقدّسو نُسخو او پاڼو د خوندي ساتلو ظرفیت ولري.
ښاغلي وزیر له یادو ځایونو څخه د لیدنې پر مهال د اړوندو مسولینو هڅې وستایلې او د دواړو ولایتونو د ارشاد، حج او اوقافو رییسانو ته یې د چارو د لاښه تنظیم، پرمختګ او دوامداره څارنې په موخه اړینې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
نوموړي وویل، چې د یادو ځایونو د جوړېدو او بشپړېدو سره سم، د خپلو سیمو له جوماتونو، مدرسو او نورو تعلیمي او دیني مرکزونو څخه د زړو مقدَّسُو نُسْخُو، پارو او اوراقو هغه نُسخې راټولې کړي، چې د تلاوت او لوستلو وړ نه وي او په جوړو شویو ځانګړو ځایونو کې یې له هر ډول بې حرمتۍ څخه محفوظې وساتي.
دغه وزارت زیاتوي، چې دغه اقدام دیني مقدساتو او ارزښتونو ته د درناوي او بې حرمتۍ څخه د دغه سپیڅلو نسخو د ساتنې په موخه ترسره کوي.

