بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي ته په کابل کې د متحده عربي اماراتو نوي سفیر سيف محمد الکتبي د خپل باورلیک نسخه وړاندې کړه.
د بهرنیو چارو وزیر د متحده عربي اماراتو نوي سفیر ته د هرکلي ترڅنګ په نوي ماموریت کې د بریا هیله کړې او ټینګار یې کړی چې دواړو هېوادونه باید له شته فرصتونو ښه ګټه واخلي.
دغه راز مولوي امیر خان متقي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو لا پراختیا او افغانانو ته د اماراتو ویزو کې د اسانتیاوو رامنځ ته کول مهم بللي دي.
همدا راز د متحده عربي اماراتو نوي سفیر ژمنه کړې، چې د دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ لپاره پر نویو پروژو کار کوي او هڅه کوي، چې افغان سوداګرو ته د ویزو برخه کې لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته شي.

