ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د رياست الوزرا اداري مرستيال په افغانستان کې د ترکیې له سفیر سره د مخه ښې لیدنه وکړه

د رياست الوزرا اداري مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د ترکیې له سفیر ښاغلي جنک اونال او مل پلاوي سره د مخه ښې لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې لومړی د ترکیې سفیر جنک اونال د خپل ډیپلوماتیک ماموریت پرمهال د افغانستان اسلامي امارت له همکارۍ مننه وکړه او په افغانستان کې يې خپل دوه کلن ماموریت د ځان لپاره ویاړ وباله.

دغه‌راز نوموړي د ترکیې او افغانستان ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د اړیکو پراختیا کې د خپلو کوښښونو یادونه وکړه او ويې ویل، د دواړو لوریو د ګټو تامین زما له کاري لومړیتوبونو څخه و، چې په دې برخه کې مو پرمختګونه درلودل.

د ترکیې سفیر همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزو اړیکو ته اشاره وکړه او ويې ویل، ترکیې ته د افغانستان د سوداګریزو مالونو د لېږد او د ټرانسپورتي لارو د رامنځته کولو په اړه هڅې شوې دي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د ترکیې سفیر جنک اونال سره په کتنه خوښي څرګنده کړه او د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا کې یې د نوموړي د کوښښونو قدرداني او په راتلونکو ماموریتونو کې یې د بریا هیله ورته وکړه.

نوموړي زیاته کړه، افغانستان او ترکیه زیات مشترکات لري او تل یې د دوو ملګرو او ورونو هېوادونو په توګه عمل کړی.

مولوي عبدالسلام حنفي وویل، د افغانستان اسلامي امارت په بېلابېلو لکه: سیاسي، اقتصادي، روغتیایي او کلتوري برخو کې د دواړو لوریو د اړیکو د لا زیاتې پراختیا غوښتونکی او هیله من دی، چې د سوداګریزو او روغتیایي ویزو د اسانتیا په برخه کې اقدامات وشي.