ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

له سعودي عربستان او چین سره د افغانستان ګډ اقتصادي کمېسیونونه فعالېږي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه.

غونډې ته له سعودي عربستان او چین سره د افغانستان د اقتصادي کمېسیونونو د فعالېدو او په دې کمېسیونونو کې د نویو غړو د زیاتېدو موضوع د بحث لپاره وړاندې شوه.

له هراړخیز بحث وروسته د یادو کمېسیونونو بیا فعالېدل تایید او نوي غړي ور زیات شول.

دغه کمېسیونونه به د افغانستان او یادو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ، په افغانستان کې د پانګونې او ګډو اقتصادي همکاریو په اړه همغږي لا پياوړې کړي.

همدارنګه، په غونډه کې صنعت‌کارانو او پانګوالو ته د بلخ ولایت د حیرتان صنعتي ښارګوټي د ځمکو د ورکړې په اړه د ټاکل شوې کمېټې راپور وړاندې شو.

د راپور له اورېدو وروسته پرېکړه وشوه، چې د حیرتان صنعتي ښارګوټي ځمکې دې لومړی د اداراتو تر منځ د ملکیتونو په معلومولو سره تصفیه شي.

همداراز دې په ورته وخت کې د کور او ښار جوړولو وزارت د موجوده تاسیساتو په پام کې نیولو سره د یاد ښارګوټي لپاره اصلاحي انکشافي پلان هم جوړ کړي.

 په غونډه کې د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ د سکندره سیمې د نفرایټو د ظواهرو د قرارداد ورکړه او د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د پنځه پوړیز سوداګریز مارکېټ د جوړولو طرحې هم تایید شوې.

یادې پرېکړې د نهايي تصمیم نیونې په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی دفتر ته واستول شوې.