د نړیوالو رسنیو د راپور له مخې د هانګ کانګ په شمال کې د یوې پراخې اورلګېدنې له امله تر اوسه لږترلږه ۴۴ تنه وژل شوي او سلګونه نور لادرکه دي.
د راپور له مخې دغه اورلګېدنه د هانک کانګ د وانګ فوک کورټ سیمې په لوړو استوګنیزو ودانیو کې رامنځته شوې ده.
د یادونې وړ ده، چې دا په تېرو شاوخوا شپږو لسیزو کې هانګ کانګ کې تر ټولو وژونکي اورلګېدنه ده.

