ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

شیخ عبدالغفار بحر د مرکزي اسیا ـ اذربایجان اوومې مشورتي ناستې کې ګډون وکړ

تاشکند کې د افغانستان سفیر شیخ عبدالغفار بحر د مرکزي اسیا ـ اذربایجان د اوومې مشورتي ناستې او د اوزبیکستان ولسمشر وروستۍ مقالې د پایلو په اړه جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ.

 تاشکند کې د افغانستان سفارت وایي، چې دې غونډه کې ګډونوالو د مرکزي اسیا د نوې دورې پر همکاریو ټینګار کړی او په دې همکاريو کې يې د افغانستان ونډه مهمه بللې.

 همدا راز یاده غونډه کې د افغانستان او مرکزي اسیا ترمنځ د سوداګرۍ، ګډو سیمه‌ییزو پروژو، انرژۍ او ټرانسپورټ په برخو کې د همکاریو نظریات هم تبادله شول.