د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د اقتصادي همکاریو سازمان(اېکو) د سوداګرۍ وزیرانو د ناستې په څنډه کې د ترکیې د سوداګرۍ له وزیر عمر پولات سره لیدنه وکړه.
صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزې سوداګرۍ د کچې پر زیاتوالي او د افغانستان د یو شمېر اساسي صادراتي توکو له دې ډلې د پنبې، تالک ډبرو او ډبرو سکرو پر صادراتو خبرې کړي.
همدارنګه په دې لیدنه کې نورالدین عزیزي د ترکي پانګوالو او شرکتونو لهخوا افغانستان کې پر لا زیاتې پانګونې ټینګار وکړ او د ترکیې د سوداګرۍ وزیر ته یې بلنه ورکړه، چې د پانګونې او سوداګرۍ فرصتونو د لیدنې او ارزونې په موخه افغانستان ته سفر وکړي.
دغه وزارت زیاته کړې، چې دواړو لوریو د سوداګرۍ او پانګونې د یوې ګډې ډلې پر جوړولو هم هوکړه وکړه او ټاکل شوې د دې ډلې لومړۍ ناستې په نږدې راتلونکې کې ترسره شي.

