د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، چې د ایران د خراسان رضوي ولایت د کلتوري میراثونو، ګرځندوی او لاسي صنایعو عمومي رییس سید جواد موسوي د هرات لوی جامع جومات، اختیارالدین کلا، موزیم او دارالفنون (د هرات د لاسي صنایعو مرکز) څخه لیدنه وکړه.
ښاغلي موسوي د دې لیدنې په ترڅ کې د هرات تاریخي او هنري ظرفیتونو د ستاینې ترڅنګ د دواړو ولایتونو ترمنځ د کلتوري اړیکو په پیاوړتیا، د تجربو په تبادلې او د ګډو پروګرامونو ترسره کولو پر اړتیا ټینګار وکړ.
یاد ایراني چارواکي د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست له مسولینو سره د ګرځندوی د پراختیا او لاسي صنایعو په اړه هم خبرې وکړې.
ورته مهال د هرات یو شمېر سیاحتي شرکتونو مسولینو په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې له یاد پلاوي سره د لیدنې پر مهال د هرات اوسیدونکو ته د درملنې او سیاحتي ویزو د صادرولو په برخو کې د اسانتیاوو غوښتونکي کړې ده.
د سیاحتي شرکتونو مسولینو وویل، د ویزو ترلاسه کولو په ځانګړې توګه د درملنې په برخه کې اسانتیا کولای شي، چې د دواړو خواوو ترمنځ د مسافرو تګ او راتګ او د ګرځندوی صنعت په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.
د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر د خراسان رضوي ولایت د کلتوري میراثونو عمومي رییس ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، د ایران کلتوري مسولینو له لوري د تاریخي ځایونو، هنري کار ځایونو او د لاسي صنایعو نندارتونو څخه لیدنې کولای شي، چې هرات او خراسان رضوي ترمنځ د ګډو کلتوري پروګرامونو لپاره ښه زمینه برابره کړي.
د یادونې وړ ده، چې د سوداګرۍ، اقتصاد او کلتوري همکاریو د پراختیا په موخه د خراسان رضوي د والي په مشرۍ ۶۵ کسیزه ایراني پلاوي هرات ولایت ته سفر کړی دی.

