ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له خپل ترکي سیال سره لیدنه کړې

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ایران ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سیدعباس عراقچي سره لیدنه کړې.

 په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګري، ترانزیټي، امنیتي د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې موضوعاتو ترڅنګ په غزه کې د فلسطینیانو نسل وژنې بندېدو په اړه خبرې شوي.

 ورته مهال دواړو لوریو په سوریه او لبنان کې د وروستیو تحولاتو په اړه نظرونه شریک کړي او د صهیونیستي رژيم د بریدونو دوام غندلو ترڅنګ یې د اسراییلو له لوري د نړیوالو حقونو د نقض درولو لپاره یې له نړیوالې ټولنې څخه د بېړني اقدام غوښتنه کړې ده.