د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، سږ کال به د دغه ولایت د مالټو له بڼونو ۲ زره او ۲۱۴ مټریک ټنه حاصلات ترلاسه شي، چې د تېر کال په پرتله پینځه سلنه زیاتوالی ښيي.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن ویلي، چې دا مهال د دې ولایت په ۱۳ ولسوالیو؛ کوزکونړ، دره نور، ګوشته، رودات، کوټ، بټي کوټ، اچین، غني خېل، مومندره، سره رود، خوږیاڼي، نازیان او چپرهار کې پر ۲۱۵.۶ هکتاره ځمکه د مالټو بڼونه کېنول شوي او تمه ده، چې سږ کال به یې حاصل د تېرو کلونو په پرتله ښه وي.
نوموړي زیاته کړې، چې تېر کال د مالټو د کښت ساحه ۲۰۴.۶ هکتاره وه او ۲۱۰۸.۷۵ مټریک ټنه حاصل ترې تر لاسه شوی و، خو روان کال د کرکېلې د پراخېدو او د بڼونو د ښه مدیریت له امله د حاصلاتو کچه لوړه شوې ده.
ښاغلي محسن همداراز ویلي، چې په یادو ولسوالیو کې سلګونو بڼوالو ته د کرنیزو وسایلو مرستې تر څنګ، د بڼونو د پالنې، سرې کارونې، اوبو لګولو او د ناروغیو د مخنیوي په برخه کې اړینې روزنې ورکړل شوې دي، تر څو بڼوال وکولای شي لا معیاري او زیات حاصلات ترلاسه کړي.
نوموړي ډاډ ورکړی، په راتلونکې کال کې به هغو بزګرانو ته چې له بڼوالۍ سره لېوالتیا لري، د ستروسو او نورو مېوو نوي بڼونه هم جوړ شي، څو د کرنې سکتور پیاوړی او د خلکو اقتصادي وضعیت لا ښه شي.
ننګرهار د افغانستان له هغو ولایتونو څخه دی چې د مناسبې هوا، حاصلخیزې ځمکې او کافي اوبو له امله د ستروسو مېوو د کر لپاره ځانګړې وړتیا لري.
مالټه، لېمو او نورې مېوې نه یوازې د کورني بازار اړتیاوې پوره کوي، بلکې د صادراتو له پلوه هم ارزښت لري.
په دې وروستیو کلونو کې د کرنې ریاست د بڼوالۍ پراختیا ته د ځانګړو پروګرامونو له لارې پاملرنه کړې، چې پایله یې د حاصلاتو زیاتوالی او د بزګرانو عاید لوړوالی بلل کېږي.

