د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین وایي، چې د کورنیو تولیداتو ودې او پانګونې ته د زمینې برابرولو لپاره په چټکۍ هڅې روانې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نندارتونونو رییس مولوي قابل محمد عابد نن په کابل کې د صنعت او فرهنګ ملي او نړیوال درې ورځني نندارتون پرانیستې مراسمو کې وویل، دغه ډول نندارتونونه د خلکو د اقتصادي ودې او پرمختګ پر لور یو ستر ګام دی.
نوموړي زیاته کړه، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د هېواد په بېلابیلو ولایتونو کې د کورنيو تولیداتو ودې او پانګونې په موخه روان لمریز کال۵۲ نندارتونونه په پام کې نیولي.
ښاغلي عابد وویل، اوس مهال په افغانستان کې امنیت ټینګ شوی او پانګونې ته تر بل هر وخت زیاته زمینه برابره شوې ده.
دغهراز نوموړي له پانګوالو وغوښتل، چې د دې موقعې څخه په ګټې اخیستنې خصوصي سکټور ته وده ورکړي او په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

