ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

له افغانستان سره د پاکستان د سوداګریزو لارو بندېدو د یاد هېواد پر متزلزله اقتصاد څه اغېزې لرلې دي؟

د پاکستان ډان ورځپاڼې په یوه تازه راپور کې له افغانستان سره د پاکستان د سوداګریزو لارو بندېدو له امله یاد هېواد ته اوښتي زیانونه رسنیز کړل.

یادې ورځپاڼې راپور ورکړی، چې افغانستان ته د پاکستان د صادراتو د درېدو سربېره له روسیې او منځنۍ اسیا سره د دغه هېواد سوداګري او ټرانزیټ درېدلی دی.

په راپور کې راغلي، پاکستان کې د سمېنټو او ډبرو سکرو صادرات او واردات په ټپه درېدلي، چې په پایله کې یې د یوه ټن ډبرو سکرو بیه ۴۵ زره کلدارو ته لوړه شوې ده.

دغه راز پاکستان مجبور شوی، چې په کلني ډول د خپلو ۴ میلیونه ټنو ډبرو سکرو د اړتیا پوره کولو لپاره د افغاني ډبرو سکرو پر ځای د سويلي افریقا، اندونیزیا او موزامبیک سکرو ته مخه کړي.

له دې سره هم‌مهاله د چراټ، فوجي او میپل لیف سمنټو تولیدي کارخونې چې افغانستان ته یې صادرات لرل، په پراخه کچه زیامنې شوي؛ ځکه چې یادو کارخونو ۹.۸ سلنه، ۵.۸ سلنه او ۳.۱ سلنه عواید افغانستان ته د صادراتو له درکه پیدا کول.

د راپور له‌مخې، د ۱.۸ میلیارده ډالرو په ارزښت د صادراتو له جملې، ۱۸۷ میلیونه ډالرو په ارزښت درمل افغانستان ته صادرېدل، چې اوس‌مهال په ټپه درېدلي دي.

د کراچۍ د مېوه پلورونکو ټولنې ‌ډان ورځپاڼې ته ویلي، چې انار اوس‌مهال د افغانستان پر ځای له ایران څخه پاکستان ته واردېږي، چې بیې یې څو برابره لوړې شوې دي.

دا مهال د پاکستان په بازارونو کې لس کیلویي کارټن انار په ۴۵۰۰ کلدارې پلورل کېږي او په دغه هېواد کې د سبزیجاتو بازار د سقوط له ګواښ سره مخ دی.

راپور زیاتوي، چې د دې بندیزونو په پایله کې له ۷۰۰ څخه تر ۷۵۰ پورې کانټینرونه په چمن او له ۳۵۰ څخه تر ۴۰۰ کانټینرونه په تورخم کې بند پاتې دي او دغه راز د پاکستان له لوري څه باندې ۹ زره کانټینرونه په بندرونو کې بند پاتې دي.

همدارنګه پاکستان د غنمو او اوړو محصولاتو لپاره د افغانستان بازار او همدارنګه د بهرنیو اسعارو عاید له لاسه ورکړی دی.

تېره میاشت اسلامي امارت اعلان وکړ، تر څو پر پاکستان سوداګریزه تکیه راکمه کړي او د سوداګرۍ لپاره بدیلې لارې وکاروي.