ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ترکیې له افغانستان سره د زر ټنو بشردوستانه مرستو اعلان کړی

په کابل کې د ترکیې سفیر جنک اونال د اقتصاد له وزیر قاري دین محمد حنیف سره د مخه‌ښې په لیدنه کې د افغانستان راستنېدونکو او زلزله ځپلو سره د زر ټنو بشردوستانه مرستو اعلان کړی.

ښاغلي اونال افغانستان کې د خپل ماموریت پای ته رسېدو ته په اشارې ویلي، چې د کابل او انقرې ترمنځ اړیکې پراخې شوي او بېلابېلو برخو کې ښه پرمختګونه شوي دي.

ورته مهال، د اقتصاد وزیر په کابل کې د ترکیې د سفیر ډيپلوماټیک ماموریت د دواړو هېوادونو اړیکو په پیاوړتیا کې ګټور بللی دی.