ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عامې روغتیا وزارت پلاوي په انقره کې د یوه ترکي شرکت له مسولینو سره لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ ترکیې ته تللي افغان پلاوي په انقره کې د «سیلا هولډینګ» شرکت له مسولینو سره وکتل.

عامې روغتیا وزارت وایي، چې د یاد شرکت مسولینو د روغتیایي بنسټونو د رغولو او د روغتیایي تجهیزاتو د تولید په اړه افغان پلاوي ته هر اړخیزه معلومات ورکړي.

ورته مهال مولوي عبدالولي حقاني په دې لیدنه کې ویلي، چې د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي چې د هېواد روغتیایي ادارې په نویو او عصري تجهیزاتو سمبال کړي.