ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ایران د روغتیا وزارت مرستیال: افغانستان ته به هغه درمل راځي چې په ایران کې ترې ګټه اخیستل کېږي

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د ایران د روغتیا وزارت مرستیال او د خوړو، درملو ادارې مشر مهدي پیر صالحي او د افغانستان لپاره د ایران سفیر علي رضا بیکدلي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې مولوي نور جلال جلالي د ایران او افغانستان تر منځ د روغتیا او په ځانګړي ډول د درملو، طبي تجهیزاتو او تشخیصیه وسایلو په برخه کې د همکارۍ پراختیا اړینه او ګټوره وبلله.

ښاغلي جلالي ویلي، د ایران سره به د درملو په تورید او تولید، د سنتي طبابت په معیاري کولو، د درملو د نمونو د کره کتنې په موخه د د یاد هېواد له لابراتوارونو د ثالث په توګه استفاده او د ظرفیت لوړونې په برخه کې به نوي تړونونه وکړي.

دغه‌راز نوموړي، د درملو د کیفیت او قیمت اړوند اړینې سپارښتنې کړې دي.

د ایران د روغتیا وزارت مرستیال ښاغلي صالحي ویلي، هېواد یې چمتو دی، چې د افغانستان سره د روغتیا او درملو په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي.

نوموړي زیاته کړې، د سفر موخه یې افغانستان ته د روغتیا برخه کې د اړیکو پیاوړتیا او پراختیا ده.

ښاغلي صالحي ویلي، افغانستان ته به هغه درمل راځي چې په ایران کې ترې ګټه اخیستل کېږي او یوازې صادراتي بڼه به نه لري.

نوموړي زیاته کړې، تېره ورځ هم د کابل په یوه نندارتون کې نږدې ۴۰ ایراني شرکتونه ګډون درلود، له دې ښکاري چې په دې برخه کې اړیکې د پیاوړتیا په حال کې دي.

ښاغلي مرستیال ویلي، ایران چمتو دی چې له افغانستان سره د درملو او طبي وسایلو د تولید او افغانستان ته یې د صادراتو د زیاتوالي په برخه کې خپلې هڅې زیاتې کړي.

دغه‌‌راز د هېواد د خوړو او درملو مرستیال مولوي حمدالله زاهد ویلي، په دې وروستیو کې د هېواد خپل داخلي تولیدات زیات شوي او له نورو هېوادونو سره د اړیکو پر بنسټ د درملو برخه کې تر ډېره اسانتیاوې رامنځته شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په نږدې راتلونکې کې به د نورو لاسته‌راوړنو او د اړیکو د پراختیا شاهدان و اوسو، چې له امله به یې د خلکو اړتیاوې د باکیفیته درملو له لارې پوره شي.