د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي ترکیې هېواد ته د سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د عامې روغتیا وزارت له مرستیال سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې چې د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رییس، شیخ محمد طاهر حلیم هم شتون درلود، د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د ترکيې د ترسره کړو مرستو له امله د دغه هېواد د عامې روغتیا مرستیال څخه مننه کړې او ویلي یې دي، افغانستان او ترکیه دوست هېوادونه دي او د تاريخ په اوږدو کې یې تل له یو بل سره په سختو حالاتو کې مرستې کړي دي.
دغه راز، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د ترکيې د عامې روغتیا مرستیال سره د خبرو پر مهال افغانستان کې د روغتونونو جوړولو او پر مجهزو تجهیزاتو یې د سمبالولو برخه کې له افغانستان سره د همکارۍ او هم د افغان ناروغانو لپاره د ویزو برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو یادونه کړې ده.
همدارنګه، په دې لیدنه کې د افغان روغتيايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې لپاره د ترکيې هېواد د متخصصینو رابللو، د افغانستان روغتیایي سیستم کې د پانګونې لپاره د ترکیې پانګوالو هڅونې، د ټيلي میډیسن له لارې د افغانستان او ترکيې د روغتونونو اتصال او د یاد هېواد د پرمختللې طبي ټکنالوژۍ، درملو او تجهیزاتو ترلاسه کولو لپاره د یو واضح او مشترک میکانیزم د رامنځته کولو په اړه هم خبرې شوې دي.
بل لور د ترکيې د عامې روغتیا وزارت مرستیال افغان پلاوي ته د هرکلي ترڅنګ ویلي، ترکیه او افغانستان ډېر مشترکات او نږدېوالی لري، موږ له افغانستان سره روغتیا برخه کې پوره همکاري کوو او زیاته کړې یې ده، چې يو ګډ پلان دې جوړ او ترکیې هېواد ته دې واستول شي، ترڅو په پورتنیو غوښتنو عملي اقدام ترسره شي.

