هرات کې یوه تولیدي شرکت تازه په لومړي ځل ۵۰ټنه مربا او ترشي امریکا ته صادر کړي.
د دغه شرکت مسولینو د یادې جوپې ارزښت ۳۰ زره ډالر ښودلی او ویلي یې دي، چې د تولیدي محصولاتو ټول لومړني اړین مواد یې هرات کې دننه چمتو کړي دي.
د شرکت د مسولینو په وینا، تمه ده چې راتلونکې میاشت به یاد محصولات یو شمېر اروپايي هېوادونو ته ولېږل شي.
ورته مهال د هرات سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس محمد یونس قاضي زاده ويلي، د روان کال لومړیو ۸میاشتو کې بهر ته د یاد ولایت صادرات ۶۰میلیون ډالرو ته رسیږي، چې د تېر کال په پرتله درې برابره زیاتوالی ښيي.

