د قطر لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني د دوحې په ۲۳ مه غونډه کې خبرداری ورکړ، چې په غزه کې اوربند په بحراني حالت کې دی.
شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني وویل: «د اوربند بشپړېدل یوازې د دې سره ممکن دي چې د اسراییلي ځواکونو بشپړ شاتګ وشي، غزه ته ثبات راشي او خلکو ته د تګ راتګ اجازه ورکړل شي، چې دا نن ورځ نه کیږي.»
په ورته وخت کې، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان په دې غونډه کې وویل، انقره چمتو ده چې د اوربند د دوام او په غزه کې د سولې د ټینګښت لپاره ټول اړین اقدامات ترسره کړي.
د یادونې وړ ده، چې د دوحې ۲۳مه غونډه د ( عدالت په عمل کې؛ له ژمنو څخه ها خوا د پرمختګ لپاره ) تر عنوان لاندې، نن په قطر کې پیل شوه او تمه کیږي چې شاوخوا ۶ زره کسان د نړۍ له ۱۵۰ بېلابېلو هېوادونو څخه پکې ګډون وکړي.

