د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وایي، چې د مالیې وزارت او ډي پي ورلډ شرکت ترمنځ د پانګونې شرطپاڼه لاسلیک شوه.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت د دفتر عمومي رییس مفتي عبدالله عزام په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې ویلي، دغه شرطپاڼه به هغو تړونونو او بهرنۍ پانګونې ته لار هواره کړي، چې له مخې به یې د هېواد سوداګریز بندرونه عصري او په نوې ټکنالوژۍ سمبال شي.
ښاغلي عزام زیاته کړې، د یادې شرطپاڼې په رڼا کې به راتلونکي تړونونه د دې وړتیا ولري، چې په اړوندو بندرونو کې د سوداګریزو توکو د لېږد لپاره تاسیسات پراخ، عملیاتي او مدیریتي چارې به د پرمختللو تجهیزاتو پر مټ ترسره او ټول فعالیتونه به د نړیوالو معیارونو مطابق ترسره کېږي.
د دې شرطپاڼې پر بنسټ به په لومړي پړاو کې د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د حیرتان بندر په دویم پړاو کې به د افغانستان او پاکستان د فرضي کرښې پر سر د تورخم بندر په عصري وسایلو سمبال او زېربنايي چارې به یې د نړیوالو معیارونو سره سمې برابرې شي.
همدارنګه دا لړۍ به د هېواد نورو لوژستیکي لیکو، اقتصادي زونونو او ملي پروژو ته پراختیا پيدا کړي.

