د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د چین له سفیر ژاوشینګ او مل پلاوي سره لیدنه کړې.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې په دې لیدنه کې په افغانستان کې د چینايي پانګوالو د ستونزو حل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې شوې دي.
همدرانګه په دې لیدنه کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر د لا زیاتو اسانتیاو رامنځته کولو په اړه ویلي، چې افغانستان د چین له پانګوالو سره د اړیکو د پراختیا لپاره بشپړ چمتووالی لري.

