د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ناسته کې هند یو ځل بیا د افغانستان لپاره د بشري مرستو، پراختیا او د ظرفیت لوړولو په برخه کې خپلې ژمنې تایید کړې او څرګنده کړې یې ده، چې د اسلامي امارت سره رغنده او پر واقعيتونو ولاړ تعامل یې له مهمو لومړیتوبونو څخه دی.
د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د هند استازي ویلي، چې افغانستان او هند ژورې تاریخي او تمدني اړیکې لري او همدا اړیکې د افغانستان په اړه د نوي ډهلي د تګلارې لارښوونه کوي.
نوموړي زیاته کړې، چې په کابل کې د هند د تخنیکي ماموریت بېرته بشپړ سفارت ته لوړول د افغانستان او د دې هېواد د خلکو سره د نوي ډهلي د اوږدمهاله تعهد څرګندونه کوي.
همدارنګه قزاقستان څرګنده کړې چې په پوره ټینګښت د یو سولهییز، ځانبسیا او هوسا افغانستان د رامنځته کولو ژمن دی او دې موخې ته د رسېدو لپاره له ټولو شریکانو سره د ګډو هڅو لپاره تیار دی.
د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د دغه هېواد استازي ویلي، چې قزاقستان د بشردوستانه مرستو دوام، د سوداګرۍ او صنعتي همکاریو پراختیا او د افغانستان د کوچنیو او منځنیو کاروبارونو ملاتړ ته ځانګړې پاملرنه کوي.
همدارنګه قزاقستان د اورګاډي د پټلۍ د زیربناوو د پياوړتیا لپاره به شاوخوا ۵۰۰ میلیون ډالر ځانګړي کړي، څو افغانستان ته د سمندري بندرونو او نړيوالو بازارونو لاسرسی پراخ کړي او په دې توګه سیمهییز نښلون او اقتصادي فرصتونه پیاوړي شي.

