ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

تېره اونۍ نږدې ۵۰۰ بهرني وګړي هېواد ته راغلي

د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي، د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو رياست د تېرې اونۍ په اوږدو کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د ۴۸۰ بهرنيو وګړو راتلل او ۳۷۶ کسانو وتل ثبت کړي دي.

 ياد رياست په تېره يوه اونۍ کې يوازې په کابل ښار کې دوه زره او ۶۲۱ تنو هېوادوالو ته د نویو او مثنی تذکرو د ورکړې او د کاغذي تذکرو د لغوه کولو او تاييدولو، یو زر او ۱۲۶ کسانو ته په کاغذي تذکرو کې د اصلاحاتو او ۲۰۰ کسانو ته په غير حضوري توګه د کاغذي تذکرو اړوند خدمتونه وړاندې کړي دي.

 همدارنګه د یادې ادارې د خدمتي څانګو له لارې په تېره اونۍ کې دوه زره او ۹۶۴ غوښتونکو ته د زېږون کارټونه وېشل شوې دي.