ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

متحده عربي امارات د افغانستان له روغتیایي سکټور سره همکاري کوي

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د متحده عربي اماراتو له سفیر سيف محمد الکتبي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د روغتیا برخه کې د متحده عربي اماراتو له لوري د مور او ماشوم لپاره د لس روغتیایي مرکزونو په جوړولو، هرات ته د هیموډیالیز ماشینونو سپارلو، جوزجان او فاریاب ولایتي روغتونو سره د درملو پر همکارۍ، د کابل شیخ زاید تخصصي روغتون روغتیایي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، پکتیا ولایت کې د نوي روغتون جوړولو، د پولیو ناروغۍ لپاره د ګډو هڅو او د دواړو هېوادونو ترمنځ په روغتیايي برخه کې د دوامداره همکاریو پر زیاتوالي خبرې شوي.

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په روغتیايي برخه کې د متحده عربي اماراتو له دوامدارې همکارۍ مننه کړې او په یو شمېر مهمو برخو کې یې د دوی همکاري اړینه بللې ده.

دغه‌راز نوموړي د ۳۱۸ روغتونو لپاره د عصري طبي تجهیزاتو برابرولو، د پولیو په له منځه وړلو، د غیرې ساري ناروغیو په تشخیص او درملنه، د کابل شیخ زاید روغتون کې د راډیولوژي اړوند تجهیزاتو برابرولو او ځینې نورو اړینو تخصصي برخو کې د ظرفیت لوړونې او اړینو همکاریو اړوند غوښتنې کړې ده.

له بل لوري، د متحده عربي اماراتو نوي سفیر د روغتیا سکتور کې خپلو دوامداره همکاریو ته په اشارې د پولیو او ساري ناروغیو د کنټرول برخه کې د بشپړې همکارۍ او مرستې ډاډ څرګند کړی او ویلي یې دي، موږ ژمن یو چې د عامې روغتیا وزارت سره همکارۍ ته دوام ورکړو.