ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د صنعت او سوداګرۍ وزیر: هېواد ته د سوداګریزو توکو د وارداتو په برخه کې هېڅ ډول جدي خنډ شتون نه لري

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د بازارونو وضعیت ارزونې او په بازارونو کې د لومړنیو توکو د بیو د کنټرول په موخه د کابل ښار د کسبګرو او هټیوالو خونې له اجراییوي رییس او د کابل د اصنافو له رییسانو سره لیدنه کړې.

ښاغلي عزیزي په دې لیدنه کې شته ستونزو ته په اشاره ویلي، چې د ستونزو له ګاللو پرته اقتصادي ځان‌بسیاینې ته ځان رسول امکان نه لري.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر زیاته کړې، چې د سوداګریزو توکو په ځانګړې توګه د لومړنیو توکو د وارداتو په برخه کې هېڅ ډول جدي خنډ شتون نه لري او هره ورځ د هېواد د اړتیا وړ سلګونه کانټینرونه سوداګریز توکي هېواد ته راځي.

ورته مهال، د کابل د اصنافو رییسانو ژمنه کړې، چې د لومړنیو توکو د بیو کنټرول لپاره هر اړخیزه همغږي او همکاري لري او په خپلسري توګه د بیو د لوړېدو مخنیوی کوي.