تلګراف ورځپاڼې د اسټرالیا د پولیسو له قوله ویلي، هغه دوه تنه چې د اسټرالیا د سیډني په بونډای ساحل کې یې د یهودانو پر مذهبي مراسمو ډزې کړي، پلار او زوی دي.
امنیتي مسولینو اعلان کړی، چې د دې برید عاملین ۲۴ کلن نوید اکرم او ۵۰ کلن ساجد اکرم پېژندل شوي او ساجد اکرم له پولیسو سره په نښته کې وژل شوی؛ مګر زوی یې د شدیدو ټپونو له امله روغتون ته لېږدول شوی دی.
د راپور له مخې، په دې ډزو کې لږ تر لږه ۱۵ تنه وژل شوي او د دوه پولیس افسرانو او درې ماشومانو په ګډون له ۴۰ زیات کسان نور پکې ټپیان شوي دي.

