ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

قزاقستاني پلاوي سره د بانکي اړیکو د پراختیا په موخه غونډه ترسره شوه

د افغانستان بانک او قزاقستاني پلاوي تر منځ د بانکي اړیکو د پراختیا په موخه غونډه ترسره شوه.

د افغانستان بانک وایي، په دې غونډه کې دواړو هېوادونو ترمنځ د بانکي اړیکو، مالي همکاریو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه هر اړخیز خبرې شوې دي.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق‌الله خالد، ویلي چې یاد بانک له ټولو نړیوالو مالي او بانکي بنسټونو سره د اغېزناکو او دوامدارو اړیکو غوښتونکی دی.

د نوموړي په وینا، د افغانستان بانک غواړي د قزاقستان له حکومت سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه غوره او منظمې بانکي اړیکې رامنځته کړي.

ښاغلي خالد ټینګار وکړ چې د بانکي همکاریو پیاوړتیا کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي تعاملاتو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي او د سیمې په کچه د مالي ثبات لامل شي.

د قزاقستاني پلاوي غړو چې د یاد هېواد د مالیې وزارت مرستیال یې مشري کوله د دواړو هېوادونو ترمنځ د بانکي او اقتصادي همکاریو د پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ او د ګډو همکاریو د پراخېدو لپاره یې خپل چمتووالی څرګند کړ.

د یادونې وړ ده، چې په دې غونډه کې د تخنیکي کمېټو پر جوړېدو هوکړه وشوه، ترڅو د چارو د پرمختګ لپاره یادې کمېټې د دواړو هېوادونو له اړخه تخنیکي بحثونه تر سره کړي.