ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

جاپان له افغانستان سره ۱۹.۵ میلیون دالر مرسته کوي

په کابل کې د جاپان سفارت اعلان کړی چې یاد هېواد افغانستان سره ۱۹.۵ میلیون ډالر مرسته کوي.

یاده مرسته د ملګرو ملتونو سازمان بنسټونو، نړیوالو سازمانونو او د جاپان د خلکو سازمان له خوا وړاندې کېږي چې په افغانستان کې د بشري مرستو او د خلکو د اساسي اړتیاوو پوره کولو په برخو کې به مصرف شي.