د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ نورمحمد ثاقب بلخ ته د سفر په ترڅ کې په دې ولایت کې د دیني خدمتونو او ملي پراختیايي پروژو څخه لیدنه کړې.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسولين وایي، ښاغلي ثاقب د دې سفر پر مهال د روضې مبارکې له هغو برخو څخه هم لیدنه کړې چې د وروستۍ زلزلې له امله زیانمنې شوې وې او د هغوی د معیاري بیا رغونې په تړاو یې مسولینو ته لازمې سپارښتنې کړې دي.
شیخ نور محمد ثاقب دغه راز په دې سفر کې د روضې مبارکې اړوند کتابتون، تاریخي موزیم او د موزیم د تاریخي اثارو د رغولو له لابراتوار څخه هم لیدنه کړې ده.
ښاغلي ثاقب د قوشتيپې کانال بند څخه د لیدنې پر مهال دا پروژه د افغانستان د اقتصادي پراختیا او خوړو خوندیتوب لپاره مهمه وبلله او ویې ویل، چې په بشپړېدو سره به يې افغانان د غلې دانې په سکتور کې پر ځان بسیا شي.

