د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن شنبه د قوس په ۲۹مه نېټه په بلخ ولایت کې د یوه سوداګریز مارکیټ د کار د پيل په مراسمو کې د خبرو پر مهال د سیمې او نړۍ له هېوادونو وغوښتل، چې د بنديزونو او بې ځایه فشارونو پر ځای دې له اسلامي امارت سره اقتصادي اړیکې نرمې او پراخې کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې: «په سیمه کې یو هوسا او پیاوړی افغانستان د نورو هېوادونو په زیان نه دی؛ بلکې د نورو هېوادونو له هوساینې او پیاوړتیا سره مرسته کوي.»
نوموړي همدا راز ویلي: «اسلامي امارت د سیمه ییز او نړیوال مشارکت په برخه کې په هر اړخیز اقتصادي او سیاسي اصالت باور لري؛ مګر دا چې لویو ارزښتونو او اصولو ته متقابل احترام موجود وي.»
د ښاغلي برادر اخوند په وینا: «د عامه او خصوصي مشارکت او یا نورو قراردادونو له مخې د خصوصي سکټور سره د سترو اوږدمهاله پروژو په برخه کې د اسلامي امارت تعامل دا روښانه پیغام ورکوي، چې په افغانستان کې د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې لپاره زمینه برابره ده او هر څوک کولی شي، چې له دې فرصت څخه ګټه واخلي.»
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وايي، په مزارشریف کې دغه اتو پوړیز سوداګریز مارکېټ، چې د ۷۴۳ میلیونه افغانيو په پانګونې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لورې په ۶۰۰ متره مربع ځمکه جوړیږي، ۸۷۰ دوکانونه، څلور رسټورانټونه، یو مېلمستون، جومات او پارګېنګ پکې په پام کې نیول شوي دي.
د یاد معاونیت په وینا، د دغه مارکېټ ودانيزې چارې به په دوو کلونو کې بشپړې او هر کال به د امارت خزانې ته ۴۳ میلیونه افغانۍ د کلنۍ اجارې په توګه ورکول کېږي.

