ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کابل په منډوي کې د اورلګېدنې د پراخېدو مخنیوی شوی

کورنیو چارو وزارت وایي، پېښو ته د رسېدو او اوروژنې ریاست منسوبینو نن سهار د کابل منډوي کې د میرعلم بوټونو مارکیټ کې لګیدلی اور مهار او د لا زیاتې اورلګېدنې مخه یې نیولې ده.

یاد وزارت په وینا، د اورلګېدنې له کبله لومړني زیانونه ۷۰۰زره ډالر ښودل شوي، خو د نږدې ۱۵۰میلیونه افغانیو په ارزښت د مالونو سوځېدو مخنیوی شوی دی.

دغه‌راز یاد وزارت د اورلګېدنې لامل د برېښنا شارتي ښودلې ده.

د یادونې وړ ده، چې د کابل منډوي میرعلم د بوټونو مارکیټ کې نن سهار په ۴بجو اورلګېدنه رامنځته شوه.