ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

قوش‌تېپې او درزاب ولسوالیو ته د برېښنا رسولو تړون لاسلیک شو

د اوبو او انرژۍ وزارت او یوه قرار دادي شرکت ترمنځ نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د جوزجان قوشتېپې او درزاب ولسوالیو ته د څه باندې ۱.۸۸۶ میلیارده افغانیو په ارزښت د برېښنا رسولو تړون لاسلیک شو.

په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د اوبو او برېښنا وزارت د نوې کېدونکي برېښنا عمومي رییس مولوي عبدالرحمن رحماني وویل، چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به د جوزجان، قوشتېپې او درزاب نږدې ټولې کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شي.

نوموړي زیاته کړه، په دې پروژه کې د ۸۵.۴ کیلومتره په اوږدوالي د شبرغان له پل خراسان څخه تر قوشتېپې او درزاب ولسوالیو پورې د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزې غځول، په یادو ولسوالیو کې دسب‌سټېشنونو جوړول او د برېښنا وېش شامل دي.