ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

تېر میاشت کې نږدې ۲۰ زره هېوادوالو ته د تذکرو حضوري او غیرحضوري خدمتونه وړاندې شوي دي

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو ریاست د روان کال په لېندۍ میاشت کې ۱۹ زره او ۶۶۸ کسانو ته د کاغذي تذکرو حضوري او غیرحضوري خدمتونه وړاندې کړي دي.

په دې خدمتونو کې ۱۳ زره او ۴۲۰ کسانو ته حضوري او ۶ زره او ۲۴۸ بهرمېشتو هېوادوالو ته غیر حضوري خدمتونه شامل دي.

د نفوسو د احوالو ثبتولو خدمتونو ریاست د ۱۴۰۴ کال په یاده موده کې په حضوري ډول کابل ښار کې ۱۰۲۲ کسانو ته نوې کاغذي تذکرې، ۹۶۶ کسانو ته مثنی تذکرې وېشلې او تر څنګ یې ۱۱ زره او ۲۳۲ کسانو ته د کاغذي تذکرو اصلاحي خدمتونه هم وړاندې کړي دي.

همدارنګه د غیر حضوري خدمتونو له لارې ۲ زره او ۹۱۵ کسانو ته نوې او ۷۵۴ کسانو ته مثنی تذکرې او دا راز ۲ زره او ۵۷۹ نورو کسانو ته د کاغذي تذکرو اصلاحي خدمتونه وړاندې شوي دي.

د يادولو ده چې د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو رياست په حضوري او غيرحضوري بڼه د کاغذي تذکرو اړوند خدمتونو مسوولیت په غاړه لري او هېوادوالو ته د چټکو او رڼو (شفافو) خدمتونو وړاندې‌کولو ته ژمن دی.