د لیبیا د پوځ لوی درستیز محمد علي احمد الحداد او د دې هېواد څلور نورو لوړ پوړو نظامي چارواکو، تېره ورځ (سېشنبه، د مرغومي ۲مه) د ترکیې په پلازمینې انقره کې د الوتکې د لوېدو په پېښه کې ژوند بایللی دی.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا ویلي چې هغه الوتکه چې دوی یې لیږدول د انقرې د اسنبوغا هوایی ډګر څخه له الوتنې څو دقیقې وروسته د بریښنا د پرې کېدو له امله د تخنیکي ستونزې سره مخ شوې او غورځیدلې ده.
د نوموړي په وینا، د دې الوتکې ټوټې د انقرې په هایمان سیمه کې موندل شوې دي.

