ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کابل ولایت مقام مخې ته د هوايي پُل د جوړېدو چارې پيل شوې

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن سه‌شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومي میاشتې په نهمه نېټه د کابل ولایت مقام مخې ته د موټرو د تګ او راتګ لپاره د هوايي پُل د جوړېدو چارو پرانیسته وکړه.

ملا عبدالغني برادر اخوند د نفوس زیاتوالي، د اقتصادي فعالیتونو حجم او د کابل ښار اوسني وضعیت ته په کتو ښاري پراختیا، ترانسپورټي زېربنا او ښاري نظم اساسي اړتیا وبلله او ویې ویل، کابل ښار باید په معاصره توګه د یو منظم ښاري پلان له مخې پراختیا ومومي.

 نوموړي زیاته کړه، له نېکه مرغه کابل ښاروالۍ د همدې اړتیا په درک کولو سره په بې سارې توګه د کابل ښار د ترانسپورټي او ښاري نظم په برخه کې د پام وړ کارونه ترسره کړي، چې د ستاینې او قدر وړ دي.

 د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال همداراز له کابل ښاریانو وغوښتل څو د ښار په پاکوالي او نظم کې خپل مسوولیت ادا او د زېربنايي پروژو په برخه کې پوره همکاري وکړي.

په پای کې ښاغلي برادر د دې پروژې له انجنیرانو وغوښتل، چې د ټولو معیارونو په پام کې نیولو سره یې چارې په ښه ډول بشپړې کړي.

 د یادونې وړ ده، چې دغه هوايي پُل ۲۳۵ متره اوږدوالی، ۱۸ متره سور او ۶.۸ متره لوړوالی لري چې ۴۶۲ میلیون افغانۍ لګښت پرې راځي او چارې به یې په ۱۵ میاشتو کې بشپړې شي.