د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې تر سره شوه.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وایي، چې دې غونډې ته له اجنډا سره سم ۴۴ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې.
یاد معاونیت زیاته کړې، چې له بحث وروسته د ۱۸.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۹ پروژې منظورې شوې او په ۱۴ پروژو کې بیا یولړ تعدیلونه راغلل.
همداراز د یوې پروژې په اړه ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د پروژې د قیمت په اړه له ګټونکي شرکت سره مذاکره ترسره او راپور یې د ملي تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.
د اقتصادي معاونیت په وینا، په منظور شویو او تعدیل شویو پروژو کې په ورځني ډول ۵۰۰۰ ټنه تولید ته د جبل السراج سیمنټو کارخونې د ظرفیت لوړول، په ورځني ډول د ۵۰۰ ټنه اوسپنې د پروسس په ظرفیت د حاجي ګک اوسپنې کان لپاره د کارخونې جوړول، د ۲۲۵ مېګاواټه په ظرفیت د حرارتي برېښنا تولیدي کارخونې جوړول، د نورستان ولایت په کامدیش، د زابل ولایت په ارغنداب، د جوزجان ولایت په منګجک، د بغلان ولایت په ډنډغوري، د کندهار ولایت په دامان، د سرپل ولایت په سنچارک، د فاریاب ولایت په پښتون کوټ، د سمنګان ولایت په حضرت سلطان، د غور ولایت په شهرک، د میدان وردګ ولایت په دایمیرداد، د کونړ ولایت په خاص کونړ او د بلخ ولایت په البرز ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو جوړول، د پنجشیر او دایکنډي ولایتونو د ۱۰۰ بستریزو روغتونونو او په مختلفو ولایتونو کې د برېښنا رسونې او توزیع پروژو د پاتې چارو بشپړول شامل دي.
د یادونې وړ ده، چې منظور شوې پروژې د افغانستان اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.

