د ترانسپورټ او هوایي چلند وزیر ملا حمیدالله اخوندزاده عمان ته د سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د ترانسپورټ، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له وزیر سعید بن حمود المعولي او د دې هېواد د هوایي چلند ادارې له رییس نایف بن علي العمري سره جلا لیدنې کړي.
ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي، چې د عمان د ترانسپورټ له وزیر سره په لیدنه کې د ترانسپورټي اړیکو د پراختیا، د دوه اړخیزه ترانسپورټي خدمتونو په برخه کې د همکاریو پیاوړتیا او د هوکړهلیکونو په اړه خبرې شوې دي.
ورته مهال د دې هېواد د هوایي چلند ادارې له رییس سره د هوایي ترافیکو خدمتونو برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو، د کارګو لېږد رالېږد، هوایي دهلیزونو او د مسلکي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په اړه خبرې شوې دي.

