د افغانستان مرکزي بانک لومړي مرستیال صدیق الله خالد، د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ د ګډې خونې له رییس جف ګریکو، سره لیدنه کړې ده.
د افغانستان مرکزي بانک وایي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان د سوداګریزو بانکونو د بانکي اړیکو د پراختیا، د سوداګرۍ د پیاوړتیا، د پانګونې د فرصتونو د زیاتوالي او د بانکي سکتور د لا ثبات په اړه هر اړخیزې خبرې او د نظرونو شریک شوي دي.
صدیق الله خالد ویلي، د افغانستان مرکزي بانک د یوه باثباته او پیاوړي بانکي نظام د رامنځته کولو ترڅنګ، د خصوصي سکتور ملاتړ او د سوداګرۍ د ودې لپاره له ټولو کورنیو او نړیوالو بنسټونو سره د رغنده همکاریو او اړیکو پراختیا ته ژمن دی.
د نوموړي په خبره موږ باور لرو، چې د بانکي سکتور پیاوړتیا او د خصوصي سکټور وده د هېواد د اقتصادي پرمختګ او د دوامدارې سوکالۍ مهم بنسټونه جوړوي.
ښاغلي جیف ګریکو د بانکي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا ،اقتصادي ودې، د سوداګریزو فعالیتونو د اسانتیا او د خصوصي سکتور د ملاتړ لپاره د ګډو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
دغهراز، په دې غونډه کې د سوداګرو د بانکي ستونزو د حل، برېښنایي بانکوالۍ، د پیسو د نړیوالو لیږدونو، د مالي خدمتونو د ښه والي او د .افغانستان د اقتصادي فعالیتونو د پیاوړتیا اړوند یو شمېر نور مهم موضوعات هم خبرې شوې دي

