د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د کار مرستیال مولوي محمد زاهد احمدزي د ایران اسلامي جمهوریت د کار، تعاون او ټولنیزې سوکالۍ وزارت مرستیال وزیر ښاغلی سید مالک حسیني او مل پلاوي سره لیدنه کړې.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو په افغانستان کې د فني او حرفوي زدهکړو په پراختیا، ایران ته د ماهرو افغان کارګرانو پر لېږد، د کاري، علمي او عملي تجربو د تشریک او نورو مهمو موضوعاتو پر څرنګوالي تخنیکي خبرې کړې دي.
مولوي محمد زاهد احمدزي، په ایران کې د مېشتو غیرقانوني افغان کارګرانو لپاره د قانوني کاري جوازونو په ورکولو کې د اسانتیاوو برابرولو، افغانستان کې په کمي او کیفي ډول د فني او حرفوي زدهکړو د پروګرامونو د پراختیا، په همغږۍ سره د ګډو تخنیکي او حرفوي روزنیزو پروګرامونو جوړولو، د فن او حرفې او همدارنګه د کار بازار کې د ایران د کامیابو تجربو د شریکولو غوښتنه کړې ده.
همدارنګه د ایران د کار، تعاون او ټولنیزې هوساینې وزارت مرستیال وزیر ښاغلي سید مالک حسیني ویلي؛ ایران چمتو دی، ترڅو په قانوني ډول د کارګرانو په تنظیم، د ماهرو او مسلکي کاریګرو په تبادلې، په بېلابېلو برخو کې د فني او حرفوي زدهکړو د لنډمهاله او اوږدمهالو پروګرامونو په لاره اچولو او په ټوله کې د کاري تجربو د شریکولو لپاره له خپل ګاونډي او ورور هېواد افغانستان سره هراړخیزه همکاري وکړي.
نوموړي زیاته کړې، هېله لرو چې د حرفوي زدهکړو مرکز ته پاملرنه زیاته شي، په ایران کې مېشت غیرې قانوني کډوال، قانوني هویتي مدارک ترلاسه کړي او ایران ته د غیرې قانوني کارګرانو د تګ مخنیوی وشي، ترڅو قانوني اعزام ته لاره هواره شي.
دغهراز ښاغلي سید مالک حسیني ژمنه کړې؛ چې د پورته ذکر شویو موضوعاتو په حل سره ایران اسلامي جمهوریت چمتو دی؛ چې هر کال ۲۰۰ زره کاري ویزې افغانانو ته ورکړي.
په پای کې دواړو لوریو د کاري فرصتونو، د کاري بازارونو د اړتیاوو د تثبیت، د فني او حرفوي زدهکړو، کډوالو چارو او نورو موضوعاتو د حل او فصل لپاره په یوې ګډې کاري کمیتې هوکړه کړې، ترڅو بحثونو تعقیب کړي او د ایران اسلامي جمهوریت ته د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملاعبدالمنان عمري او مل پلاوي په سفر کې هوکړهلیکونو ته لاره هواره شي.

