د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) له عمومي رییس جان ایلیف او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.
عامې روغتیا وزارت وایي، چې په دې لیدنه کې د عامه تغذیې خدمتونو د پراختیا او پیاوړتیا، د خوړو نړیوال پروګرام د روانو فعالیتونو او مرستو او راتلونکو پلانونو او همکاریو د څرنګوالي او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې وشوې.
د عامې روغتیا وزیر په دې لیدنه کې وویل، چې د عامه تغذیې خدمتونو په برخه کې باید مرستې لا منظمې، دوامداره او د خلکو د واقعي اړتیاوو پر بنسټ تنظیم شي.
نوموړي زیاته کړه، عامې روغتیا وزارت له نړیوالو مرستندویه بنسټونو سره د همغږۍ او ګډو همکاریو پراختیا ته ژمن دی، څو وکولای شي د روغتیا په ټولو برخو کې خلکو ته باکیفیته او اغېزمن خدمامتونه وړاندې کړي.
ورته مهال د خوړو نړیوال پروګرام رییس د تغذیې په برخه کې د خپلو مرستو د دوام او پراختیا د ډاډ څرګندولو سربېره د کونړ له زلزله ځپلو او بیرته راستنېدونکو کډوالو سره د مرستو او همکارۍ ژمنه هم وکړه.

