ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

خوست کې د افغان ټیلي کام شپږ نوي مخابراتي سایټونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د خوست ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رياست مطبوعاتي مسوول ویلي، چې د دغه ولايت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د مخابراتي خدمتونو د پراختیا په موخه، د افغان ټیلی کام مخابراتي شرکت له لوري شپږ (۶) نوي مخابراتي سایټونه په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د یادو سایټونو د پرانیستې او سپارلو مراسمو کې د خوست د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رییس مولوي محمد اسحاق نظامي، د فرامینو د تعقیب او نظارت رییس مولوي زمان عمري او د افغان ټیلي کام ولایتي مسول وطن‌یار ملنګ ګډون درلود.

د يادو شويو سايټونو له ډلې يې يو د خوست مرکز، متون، د سورکنډو او خوني خوړ سیمه، دوهم د علیشیرو او تریزیو ولسوالۍ، د سین‌خوره غره سر او د ګوګوري غره سر، درېيم سايټ د ګربزو ولسوالۍ، د میدوني غره سر، څلورم د فارم‌باغ غره سر، پینځم د اسمعیل‌خیلو او مندوزیو ولسوالۍ، د درویخېلو کلی کې موقعيت لري.

د مخابراتو رياست مسولين وایي، چې د دغو سایټونو په فعالېدو سره به د خوست مرکز او اړوندو ولسوالیو کې د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو پوښښ لا پیاوړی شي او همدارنګه به هغه ګڼې سیمې چې له مخابراتي خدماتو بې‌برخې وې تر پوښښ لاندې راشي.