د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وايي، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ﷲ تعالی د حکم پر اساس نوې ټاکني شوي دي.
ښاغلي مجاهد زیاته کړې، د دې حکم پر اساس، د ۲۰۹ لومړۍ پیاده لواء مخکنی قومندان مولوي نورالدین؛ د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري معین په توګه، د سرپل ولایت مخکنی امنیه قومندان مولوي عبدالبصیر مظهري، د بدخشان ولایت د امنیه قومندان په توګه او دغه راز د بدخشان ولایت مخکنی امنیه قومندان ملا نیک محمد ملنګ؛ دسرپل ولایت د امنیه قومندان په توګه ټاکل شوي.
د اسلامي امارت ویاند ویلي دغه راز د فاریاب پوهنتون مخکنی رییس مولوي حمید ﷲ ارشاد؛ دتخار ولایت د مرستیال په توګه، د تخار ولایت مخکنی مرستیال ملا محمد نادر حقجو؛ د ۲۰۹ الفتح قول اردو لومړۍ پیاده لواء د قومندان په توګه او د فاریاب ولایت امنیه قومندانۍ د داخلي امنیت مخکنی مدیر مولوي عبد ﷲرحماني؛ د همدې ولایت د پوهني د رییس په توګه ټاکل شوي دي.

