ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کابل کې د ۳۰ میلیونو ډالرو په ارزښت یوه ستره سړه‌خونه ګتې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کابل د ده‌سبز ولسوالۍ په صنعتي پارک کې د ۳۰ میلیونه ډالرو په لګښت یوه سړه‌خونه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، دغه ستره سړه‌خونه چې پر ۶ جریبه ځمکه جوړه شوې د ۳ زره مټریک ټنه تازه مېوې د ساتلو ظرفیت لري.

د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني په دې مراسمو کې د سترو او معیاري سړو خونو د جوړولو پر ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د دا ډول تاسیساتو پراختیا کولی شي د حاصلاتو د راټولولو په موسم کې د کرنیزو محصولاتو له ضایع کېدو مخه ونیسي او دا د هېواد د بزګرانو، سوداګرو او ښاریانو لپاره یو اساسي اړتیا بلل کېږي.

دغه‌راز نوموړي له خصوصي سکتور څخه غوښتي، چې په دې برخه کې لا زیاته پانګونه وکړي.

ورته مهال، د کرنې او مالدارۍ خونې رییس خان محمد فروتن، د سړو خونو جوړول د وارداتو د کمېدو، د کرنیزو محصولاتو د صحي ساتنې او د هېواد د اقتصاد د پیاوړتیا لامل وباله او ویې ویل، چې دغه تاسیسات د کاري فرصتونو په زیاتولو کې مهم رول لري.

نوموړي زیاته کړه، چې روان کال په کابل کې ۱۱۰ کوچنۍ او لویې سړې‌خونې د جوړولو او یا بیا رغولو وروسته ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

همداراز، د کرنې خونې مرستیال میرویس حاجي‌زاده د کرنیزو محصولاتو د راټولولو په موسم کې له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګریزو پولو د تړل کېدو په اړه اندېښنه وښوده او له سوداګرو او پانګه‌والو یې وغوښتل، چې د هېواد دننه په پانګونو سره د کورنیو تولیداتو د ودې سره مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت د یادې برخې د پانګونې د هڅونې په موخه، د سړو خونو د جوړوونکو لپاره د پینځو کلونو مالیاتي معافیت اعلان کړی دی.