ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه کې مهمې پرېکړې وشوې

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن یکشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومي میاشتې په ۲۸مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې تر سره شوه.

دې غونډې ته د هلمند ولایت د ښوراب ملکي هوايي ډګر او هلته د شته سړې خونې د بېرته فعالولو، د بار وړونکو وسایطو د نوبت قانون د تطبیق، په صنعتي پارکونو کې د ځمکې د نرخونو د قسطونو د وخت، د ولایتونو پر اساس د صنعتي پارکونو د ځمکو د کټه‌ګوریو ټاکلو او هېوادوالو ته د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو په موخه هغو پانګوالو ته چې په افغانستان کې نوې پانګونه کوي د مالیاتي معافیت موضوعات د بحث لپاره وړاندې شول.
اقتصادي معاونیت لیکلي، چې له بحث وروسته د یادو موضوعاتو د هراړخیزې څېړنې لپاره کمېټې وټاکل شوې، څو خپل راپورونه په ټاکلو نېټو د اقتصادي کمېسیون مجلس ته وړاندې کړي.
همداراز د غونډې په پای کې د یوشمېر تعقیبي موضوعاتو راپورونه هم وړاندې شول.یاد راپورونه تایید او اړوندو ادارو ته یې د تطبیق سپارښتنه وشوه.

د اقتصادي معاونیت په وینا؛ پورته پرېکړې د نهايي تصمیم په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی دفتر ته واستول شوې.